د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ننګرهار د بهسودو کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د ننګرهار د بهسودو کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

Jul 28, 2016 - 14:24

جلال اباد (پژواک، ۷ زمری ۹۵): د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د کانال هغه پروژه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه چې ۱۰۵۰ هکټاره ځمکه خړوبوي او په زرګونه جريبه د سېلابونو  له ګواښه ساتي.

ياده پروژه د کليو او پراختيا وزارت د څه باندې يو ميليون ډالرو په لګښت جوړه شوې او نن (د زمري ۷مه) د کليو پراختيا وزير او د ننګرهار د والي له لوري پرانيستل شوه.

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي  د دې پروژې له پرانيستې وروسته پژواک خبري اژانس ته وويل، یاد کانال د بهسودو په عبدالخېلو ولسوالۍ کې د کونړ له سيند څخه سرچينه اخلي او ۱۵ کليومتره اوږودوالى  لري.

هغه زياته کړه: ((دا کانال چې اته نور فرعي کانالونه هم لري د کونړ پر سيند جوړ شوی، ۵۱۰۰ کورنۍ ترې ګټه اخلي، ۱۰۵۰ هکټاره ځمکه خړبوي.))

د ننګرهار والي يادونه وکړه، د دغه کانال په پرانيستلو به د بهسودو ولسوالۍ ډېرې ځمکې د سېلاب له خطره خوندي شي او په حاصلاتو کې به يې ډېروالی راشي.

بلخوا د کليو پراختيا وزير نصيراحمد دُراني  وويل چې دغه کانال د ياد وزارت د څه باندې يو ميليون ډالرو په لګښت په دريو کلونو کې جوړ شوی دی.

دراني زياته کړه: ((د ننګرهار ځمکې د کرنې لپاره ډېرې مناسبې دي، سکټوري وزارت بايد ډېره پاملرنه ورته وکړي. زه ژمن يم چې ورته پروژو ته لومړيتوب ورکوم.))

د وزير په وينا، د کليو پراختيا وزارت په ننګرهار ولايت کې سلګونه  ټولګټو پروژې ګټې اخيستنې ته وړاندې کړې او ورته نورې به هم پلط کړي.

هغه وايي: ((د بهسودو له کانال مخکې به دغلته  په زرګونه جريبه ځمکه هر کال د سېلابونو اوبو لاندې کوله، اوس به دا کانال نه يوازې ځمکې ښې خړوبې کړي، بلکې د سېلاب له خطره به يې هم وساتي.))

د بهسودو ولسوالۍ قومي مشر ملک ولايت خان وايي چې د دغه کانال په پرانيستل کېدو سره د دې ولسوالۍ د خلکو ٢٠ کلن ارمان پوره شو.

هغه پژواک ته وويل، ده په خپله له تېرو ٢٠ کلونو راهيسې د دغه سربند او کانال د جوړولو لپاره هلې ځلې کړې او نن يې هڅو پايله ورکړه.

ده زياته کړه: ((پخوا ډېرې ځمکې د اوبو له نشتوالي يا شاړې وې او يا هم پر وخت اوبه نه ورسېدې، اوس به يې اوبه په اسانۍ ور رسېږي او حاصلات به يې ښه شي.))

ملک ولايت خان وويل،  د بهسودو ولسوالۍ نوې خړوبې شوې ځمکې په کال کې د دريو فصلونو د کرلو توان لري.

د دې ولسوالۍ يوه کروندګر سيداجان پژواک اژانس ته وويل چې د اوبو د نشتوالي له امله د دې ولسوالۍ ډېرې ځمکې شاړې شوې وې.

هغه خوښي څرګنده کړه چې د کانال په پرانيستل کېدو سره به دا ځمکې بېرته ابادې شي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement